ټیکنالوژي
سږ کال لمر تندر نیونه د اکتوبر په دویمه او دریمه ترسره کیږي
سږ کال به په افغانستان او پاکستان کې دویمه او وروستۍ لمر تندر نيونه د اکټوبر مياشتي په دويمه او درېيمه وي.
د پاکستان هوا پېژندنې ادارې د مالوماتو له مخې، د اکتوبر په دویمه او دریمه ورځ کې به لمر راختلی وي؛ خو په پاکستان کې به د لمر روښنايي نه ليدل کيږي.
دغه ادارې د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې لمريز خسوف به په جنوبي او شمالي امريکا او انټارکټیکا کې ولیدل شي او د لمر تندر نيول به د پاکستان پر وخت د شپې په ۸ بجې او ۴۳ دقيقو شروع او د شپې په ۱۱ بجو او ۴۵ دقیقو به پای ته ورسيږي.
د پاکستان هوا پېژندنې اداره وايي، لمریز خسوف به د ماسپښین په ۲ بجو او ۴۷ دقیقو ختم شي.